معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د سوداګرۍ خونه: د ډنډ پټان لارې بندېدو خصوصي سکټور ته پراخ زیان اړولی

د افغانستان د سوداګرۍ خونه: د ډنډ پټان لارې بندېدو خصوصي سکټور ته پراخ زیان اړولی

 

کابل- ګهیځ نیوز(د لیندۍ۶مه ۱۴۰۱):

د افغانستان حکومت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې له پاکستان سره د ډنډ پټان د سرحدي لارې تړل کېدو خصوصي سکتور ته پراخ مالي زیانونه رسولي دي.

د راپورونو له مخې له پاکستان سره په پکتیا ولایت کې د ډنډ پټان لار د څو ورځو راپدېخوا په یاده سیمه کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې ده.

په کابل کې د سوداګرۍ خونې پخوانی مرستیال خان جان الکوزی پدې اند دی چې د یادې لارې تړلي پاتې کېدل، له پاکستان د خصوصي سکتور راکړې ورکړې ته جدي زیان رسولی دی.

د سوداګریزو چارو دغه کار پوه وایي: “بدبختانه چې د دروازې بندول هر وخت سیاسي معضله وي، نه تنها په بولدک کې، کله کله په تورخم کې، همدا اوس په ډنډ پټان کې لاره بنده ده، هلته شرایط خراب دي. دا لارې چې بندې شي زموږ دواړو لورو ته خصوصي سکتور ته ډېر جدي زیان رسېږي.”

نوموړی همدا راز زیاتوي چې اوس مهال په ډنډ پټان کې دواړو لورو ته په توکو بار ګڼ موټر بند پاتې دي چې دده په خبره د لارې بندېدو دوام له امله سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

هغه همدارنګه وویل چې څو ورځې مخکې د سپین بولدک ـ چمن لارې بندېدو له امله هم د دواړو لورو سوداګرو ته شاوخوا دوه میلیون ډالره زیان واوښت.

د الکوزي په خبره له پاکستاني لوري څخه یې څو څو ځله غوښتي چې خپلې سیاسي ستونزې له سوداګرۍ څخه بېلې کړي، خو دده په خبره کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

که څه هم افغان حکومت تر دې دمه رسماً د ډنډ پټان دروازې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې یاده دروازه څه باندې یوه اونۍ مخکې په سیمه کې د افغانانو لخوا د سړک ایستلو پر مهال د پاکستاني لوري د مخالفت له امله د رامنځته شوي نښتې وروسته بنده شوې ده.

د سیمې ځیني اوسېدونکي وایي چې د ډنډ پټان لارې بېرته خلاصولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ ناستې شوي خو په خبره یې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې. په داسې حال کې چې د لارې بندېدو له امله دواړو خواو ته د خلکو په ګډون په توکو بار موټر او ناروغان هم بند پاتې دي.

ـــــــــــــــــــــــ

د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️

https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس