د امریکا پۀ منځګړیتوب د اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو ناسته کېږی

 

دبۍـ ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۱۳مه۱۴۰۱):

ټاکل شوې ده چې په عربی متحده اماراتو کې د پخوانیو او اوسنیو افغان چاروکو تر منځ یوه ناسته تر سره شی.

له افغانستانه د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو پلاوی په داسې مهال اماراتو ته سفر کوی چې هم پرون  (شنبه) پخوانی ولسمشر حامد کرزی  تر اوږده ځنډ وروسته د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال په ملتیا اماراتو ته سفر وکړ.

د ځینو رسنیو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم عربی متحده اماراتو ته سفر وکړی.

تر دې وړاندې په یو شمېر نا تأیید شویو راپورونو کې ویل شوی و چې ټاکل شوې حامد کرزی د خپل سفر په ترڅ کې د محمد اشرف غنی په ګډون له  یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو سره د افغانستان د اوسنی وضعیت په اړه لیدنې ولری.

د راپورونو له مخې کرزی به له اماراتو څخه المان ته او په هغه ځای کې تر څو ورځو تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته راشی.

ـــــــــــــــــــــــ

د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️

https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.