معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره معلولو افغان مېرمنو سره پر مرستو ټینګار کوي:

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره معلولو افغان مېرمنو سره پر مرستو ټینګار کوي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۴):
د افغانستان لپاره د امريکا د شارژدافیره میرمن کرن ډيکر په یو ه ټویټ کې ويلي، چې د انټرنيټ له لارې يې افغانستان کې له ځينو معلولو مېرمنو سره خبرې کړې دي. نوموړې زیاته کړې چې افغان معلولې مېرمنې پياوړې دي او اړتيا ده چې په ځانګړو مرستو کې ورته لومړيتوب ورکړل شي.
میرمن ډيکر زياته کړې چې په افغانستان کې معلولې مېرمنې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د افغانستان له معلوليت لرونکو مېرمنو سره د امريکا د شارژدافیرې انلاين غونډه د معلوليت لرونکو وګړو د نړيوالې ورځې په مناسبت ترسره شوې ده. تر دې وړاندې ځينو نورو امريکايي چارواکو هم ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له معلوليت لرونکو وګړو به يې ملاتړ دوامدار وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس