معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / هند کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ګډه امنیتي ناسته ترسره شوه:

هند کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ګډه امنیتي ناسته ترسره شوه:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۶):
په دغه ناسته کې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکټور محمودوف ویلي چې افغانستان باید څنډې ته پرې نښودل شي.
د نوموړي په خبره لا هم افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ستراټیژیک امکانات او فرصتونه شته.
د غې ناستې يو شمېر ګډونوالو د افغانستان وضعيت پېچلی ګڼلی او باور یې ښودلی چې دا ډول وضعيت به د سيمې پر امنيتي وضعيت بدې اغېزې ولري. د هند د ملي امنيت سلاکار په دې ناسته کې ویلي چې د افغانستان په ګډون په سيمه کې د ترهګرو ډلو ګواښونه د ټولو لپاره يوه ستره اندېښنه ده. خو د اسلامي امارت مسوولينو بار بار ویلي، چې د افغانستان خاورې نه به هېڅ کوم بهرني هېواد ته ګواښ نه پېښیږي.
دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي هم له يو شمېر هندي چارواکو سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس