معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسیه وایي، د اتومي وسلو د کارولو ګواښ ورځ تر بلې ډېرېږي:

روسیه وایي، د اتومي وسلو د کارولو ګواښ ورځ تر بلې ډېرېږي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، سره له دې چې د اتومي جګړې ګواښ زیاتېږي، خو په وینا یې روسي چارواکي به لومړی خپلې دا وسلې ونه کاروي.
پوتین ټینګار کړی، چې هېواد به یې یوازې په هغه صورت کې د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې وکاروي، چې برید پرې وشي.
د روسیې د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال پوتین دا هم ویلي چې په اوکراین کې روانه جګړه به یو اوږد بهیر وي.
پوتین دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې د لوېدیځو چارواکو په باور پوتین په لومړي سر کې د ژر بریا او د اکراین د نیولو پلان درلود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس