کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۹):
د پاکستان ټوډی ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستانی حکومت په پام کې لری چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې مایع ګاز وارد کړی.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې د بلوچستان صوبې د مرکز کوټې ګمرک له اړوندو ادارو سره تر مشورو وروسته د چمن له لارې د مایع ګازو د رسولو لپاره د عوایدو ریاست بورډ ته یو پلان استولی دی.
د یادې ورځپاڼې په وینا د بلوچستان ایالتی حکومت دې ستر اقدام ته چمتووالی ښودلی دی.
وړاندې تر دې اوازې داسې وې چې ګوندې پاکستان غواړی د واخان له لارې ځانته د سوداګرۍ زمینه برابره کړی، خو هغه مهال د دفاع وزیر یعقوب یعقوب مجاهد دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او واخان یې د افغانستان د سر سره پرتله کړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ