کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۹):
سپینې ماڼۍ د ملی امنیت ویاند جان کربی ویلی، امریکا د اوکراین هوایی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ۲۷۵ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړې ده.
د ده په خبره دا مرسته به ډېر ژر اوکراین ته ورسېږی، څو اوکراین پرې خپل هوایی ځواک پیاوړی کړی او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسی. د راپورونو له مخې روسیه هره ورځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو راکټی بریدونه کوی څو په دې توګه د خلکو د زیانمنولو له لارې په دې هېواد کې د مقاومت روحیه وځپی. اوکراین د دې بریدونو د شنډولو لپاره له څو میاشتو راهیسې د هوایی مدافعې په برخه کې له خپلو متحدانو څخه د مرستې غوښتنه کوی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلی، د اوکراین مسلې په اړه یوې موافقې ته اړتیا ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ