معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چمن کې له تېرې ورځې نښتې وروسته د پاکستان پوځ کابل ته شکایت کړی

چمن کې له تېرې ورځې نښتې وروسته د پاکستان پوځ کابل ته شکایت کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱):
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چمن کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ له تېرې ورځې نښتې وروسته دوی کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې او په دې اړه یې افغان لوري ته شکایت کړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د افغان لوري بريدونو ته ځواب ورکړی، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې له احتیاطه کار اخیستی.
د خبرپاڼې له قوله کابل سره یې اړیکه په راتلونکي کې د داسي پېښو د مخنیوي په موخه کړې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان لوري په ډزو کې شپږ پاکستانيان وژل شوي او له ۲۱ نور ډېر ټپيان شوي دي.
افغان لور ته بیا یو تن وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني پوځ په داسې مهال دغه شکایت کړی چې تېره ورځ د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې د چمن ـ سپين بولدک ترمنځ د دوستۍ دروازه هم تګ- راتګ پرمخ تړل شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس