شرنه- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۳مه ۱۴۰۱):
د ملګرو ملتو سازمان د کډوالو د چارو کمشنری UNHCR غواړی د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زلزله ځپلیو وګړیو ته روانه اوونۍ په سلګونو کورونه وسپاری.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کېږی چې د پکتیکا د بلې ولسوالۍ، ګیان زلزله ځپلی وګړی هم ادعا لری چېکه یې غم ژر تر ژره ونه خوړل شی تر زلزلې به د یخنۍ له امله د قربانیانو شمېر زیات شی.
بل خوا د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو کمشنری وایی چې د پکتیکا په برمل ولسوالی کې د پنځه سوه کورونو د جوړېدو چارې وروستۍ مرحلې ته رسېدلی دی.
د یادولو ده چې په تېر اوړی کې زلزلې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ونړول چې تر زرو ډېر کسان پهکې ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې(یو این ایج سی ار) د رسنیو مسوول پیتر کسلر وایی چې، روانه اوونۍ به پنځه سوه کورونه په برمل ولسوالۍ کې تکمیل شی او له ژمنې سره سم به نور کورونه هم په نژدې راتلونکی کې زلزله ځپلیو ته ودان شی.
نوموړی وویل: ” د یو این ایچ سی ار له خوا پنځه سوه کورونه د جوړېدو په وروستۍ مرحله کې دی نور دوه سوه کورونه به د کال تر اخره بشپړ شی او د راتلونکی میلادی کال په لومړیو کې به موږ نور درې سوه کورونه تکمیل کړو، په دې ډول به په برمل ولسوالۍ کې ټول زر کورونه زلزله ځپلیو ته ودان شی.”
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره ژمنه کوی چې راتلونکی میلادی کال به، چې پیلېدو ته یې تر دریو اونیو لږ وخت پاتې دی په ګیان ولسوالی او د خوست په سپېره ولسوالی کې د زلزله ځپلیو لپاره دیارلس سوه کورونه جوړ کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ