معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان ته د پاملرنې کمېدو په اړه د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ اندېښنه ښودلې

افغانستان ته د پاملرنې کمېدو په اړه د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ اندېښنه ښودلې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۴):م
د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو دولسمې غونډې تر سره کېدو سره په یو وخت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه کمه شوې ده.
د ملګر ملتونو استازولۍ د پوتزل له قوله لیکلي چې مهمه ده افغانستان د منځنۍ اسیا په اجنډا کې ځای ولري.
نوموړی دغه اندېښنه په داسې مهال څرګندوي چې د نړۍ لخوا د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت نه پېژندو دغه هېواد له نړیوال سټیج څخه ګوښه پاتې کړی دی.
بل پلو د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي تېره اونۍ متحده عربي اماراتو کې د افغان حکومت له دفاع وزیر سره ليدنه کې د مشروعیت پېژندلو لپاره، له مېرمنو او نجونو سره په روان برخورد کې د نوي حکومت په نرمښت پورې تړلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس