معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسلامي همکاریو سازمان په موسسو کې د افغان ښځو پر کار بندیز د ښځو لپاره یوه لویه ضربه بللې

د اسلامي همکاریو سازمان په موسسو کې د افغان ښځو پر کار بندیز د ښځو لپاره یوه لویه ضربه بللې

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د اسلامي همکاریو سازمان د سرپرست افغان حکومت لخوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز د افغان ښځو حقونو ته یوه بله لویه ضربه وبلله او په دې پرېکړې یې ژوره خواشیني څرگنده کړه.
د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه ویلي، چې دا تصمیم به نه یوازې افغان ښځې له معاشه محرومې کړي، بلکې بېوزولو افغانانو ته د مرستو رسولو پروسې باندې به هم منفي اغېزه ولري.
دغه سازمان د افغانستان په سرپرست حکومت غږ کړی څو پر خپلې کړې پرېکړې بیا غور وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس