معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې ۳۸ بابه نوي جوړ کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول

د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې ۳۸ بابه نوي جوړ کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
دغه ولايت کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مطيع الله منصور ویلي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ۳۸ زلزله ځپلو کورنيو ته کورونه جوړ او ور وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړې چې دغه کورونه د ترکيې خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ۵ لکه ډالرو په لګښت جوړ شوي چې پرون خپلو مالکانو ته وسپارل شول.
په ورته مهال د دې ولسوالۍ نور زلزله ځپلي خلک له سختې يخنۍ او بې سرپناهۍ شکايت کوي.
دوی وايي چې که يې ژر تر ژره د کورونو غم ونه خوړل شي، نو يخني به تر زلزلې ډېر تلفات ور واړوي.
دغه سیمه کې په کراتو د سختې زلزلې له امله په سلګونو خلکو ژوند وبایله او په زرګونو کورونه ویجاړ شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس