افغان حکومت وایی، ایران دې افغان نجونو سره تر همکارۍ وړاندې د خپلو ایرانی ښځو مشکلات واوری

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت د ایران د هغو څرګندونو په اړه چې له تحصیله د افغان مېرمنو د بندښت په اړه شوې وې، غبرګون وښود.
د بهرنیو چارو وزارت ته منسوب ټویټر اکاونټ په دې اړه ټویټ کې ویلی، د ایرانی دولت لپاره غوره دا ده چې لومړی خپل ملک کې دننه مظاهرې مهار او منزوی خویندې راضی کړی.
دوی زیاته کړې، چې ایران دې هڅه نه کوی چې د خواخوږۍ په نوم دې د افغانانو ترمنځ ستونزې را ولاړې او کډوډۍ ته لمن ووهی.
دوی نیوکه کړې چې تهران باید د بهرنیو جنجالونو په اړه له خبرو وړاندې خپل هېواد کې د ایرانی اعتراض کوونکو ښځو غوښتنې ته غاړه کېږدی.
دې وروستو کې سرپرست افغان حکومت اعلان وکړ چې د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې ستونزې شته چې د دغو ستونزو تر حل پورې به تحصیلی مراکز د نجونو پرمخ تړلی وی چې ایران بیا له پوهنتونونو منع شویو افغان نجونو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.