کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، د داعش ډلې درې مهم پټنځایونه چې د چینایانو پر استوګنځی، د پاکستان پر سفارت او د کابل پر هوایی ډګر باندې په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود، له منځه وړی دی.
نوموړی زیاته په دغو عملیاتو کې اته تنه داعشیان وژل شوی او اووه نور ژوندی نیول شوی دی.
مجاهد زیاتوی چې دغو کسانو افغانستان ته د داعش د بهرنیو اتباعو په لېږدولو او د عملیاتو په همغږۍ کې مهم رول درلود.
نوموړی دغو عملیاتو کې د خپل لوری مرګ_ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی او نه هم مقابل لوری تر اوسه د مجاهد پر دغو څرګندونو خپل نظر څرګند کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ