ملګری ملتونه وایی، افغانستان کې پر ښځو د کار بندیز د شویو ژمنو خلاف عمل دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلی، په افغانستان کې پر مرستندویه کارکوونکو ښځو د نویو محدودیتونو لګول د شویو ژمنو خلاف عمل دی.
دغې شورا زیاته کړې، چې دغه پرېکړې د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف عمل دی.
امنیت شورا ویلی، د مرستندویه ټولنو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز به پر بشری هڅو سملاسی بد اغېز ولری.
امنیت شورا له پوهنتونونو د ښځو بندیز او تر شپ‍ږم ټولګی د پورته ښوونځیو د بندولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې.
دوی په خپلې وینا پاڼه کې ویلی، د امنیت شورا ۱۵ غړو په اکثریت رایو ویلی، په افغانستان کې د ښځینه لېسو او پوهنتونونو بندیز د انسانی حقوقو او اساسی آزادیو سلب کول دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

One comment

  1. ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې ښځې په دې هېواد کې د زیاتو ننګونو سره مخ دی او د هغوی د حقونو ساتنه باید ډاډمنه شی.تفضل بزیارتناجامعه تیلکوم جاکرتا

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.