معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستيال استازي څرګندونې وغندل شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستيال استازي څرګندونې وغندل شوې

کابل ـ ګهیځ نیوز( د جدې اوومه ـ ۱۴۰۱):
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي نصیر احمد فایق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي دفتر د مرستیال «مارکس پوتزل» وروستۍ څرګندونې غندلي دي.
پوتزل له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې له لویدیځو هېوادو غوښتي ؤ، تر څو د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي.
فایق همدا راز وویل، چې دی هیله‌ من دی چې دا خبرې به د ملګرو ملتو سازمان د رسمي دریځ استازیتوب نه کوي.
د ملګرو ملتو سازمان تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه‌ دي ویلي.
افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته تر اوسه هېڅ هېواد نوی سرپرست حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازي څوکۍ لا هم د جمهوریت د وخت له استازي سره ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس