معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دفاع وزارت د پاکستان پر وروستۍ څرګندونې تند غبرګون ښودلی

دفاع وزارت د پاکستان پر وروستۍ څرګندونې تند غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وویل، چې که هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، نو اسلام اباد قانوني حق لري چې په افغانستان کې دننه د دوی د پټنځایونه په نښه کړي، د ملي دفاع وزیر پر دغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی.
یعقوب مجاهد یې ځواب کې ویلي، چې افغانستان لا وارثه نه دی او د هېواد په دفاع کې تر هر چا ښه تجربه لري.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بولي.
اعلامیه کې راغلي، سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په خپله پاکستان کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
دې وروستیو کې د پاکستاني حکومت او د سرپرست افغان حکومت ترمنځ اړیکې تر بل وخت ډېرې ترینګلې شوي چې له امله یې څو وار پکتیا او بولدک کې د دواړو پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې هم وشوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس