افغان حکومت وایی، د ښځو پر وروستیو مسایلو به د خبرو او تفاهم له لارې نړۍ سره ستونزه حل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د ریاست الوزرا اداری مرستیال افغانستان کې د یوناما له سرپرست سره لیدنه کې ویلی، چې د تفاهم او خبرو له لارې به د ښځو په اړه نړۍ سره رامنځته شوې ستونزې حل کړی.
عبدالسلام حنفی له مارکس پوتزل سره لیدنه کې ویلی، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د قطع کېدو احتمال تر ډېره خلکو ته زیان رسوی او له دې کار څخه باید ډډه وشی.
حنفی زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو دود او عنعنات په پام کې ونیسی او په وینا یې دوی هم د نړیوالو سازمانونو کار او فعالیت ته د لا غوره شرایطو د رامنځته کولو لپاره ژمنتیا لری.
د ملګرو ملتونو دغې ځانګړی استازی د ښځو پر وروستیو بندیزونو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په نوی زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویه هېوادونو څخه د ۴٫۵ میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه شوې چې د دغو محدودیتونو له امله به دا مرستې په مشکله ترلاسه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.