معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د سرپرست افغان حکومت امیر د اسلامي حدودو د تطبیق په دفاع کې امریکا ته بیا ځل د جګړې خبرداری ورکړ

د سرپرست افغان حکومت امیر د اسلامي حدودو د تطبیق په دفاع کې امریکا ته بیا ځل د جګړې خبرداری ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
آزادۍ راډیو د افغان اسلامي آژانس په حواله خپل یو راپور کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت امیر په خپلې یوې وینا کې نیوکه کړې، چې نړیواله ټولنه د تعامل، رسمیت پېژندنې او مرستو په پلمه غواړي، اوسنی حکومت د اسلامي حدودو له تطبیق څخه وګرځوي.
د دغه راپور پر بنسټ امیر له امریکا سره تعامل د غلامۍ سره پرتله کړی او ټینګار یې کړی چې په هېڅ قیمت به د اسلامي حدودو له تطبیق څخه په شاه نشي.
په راپور کې د اوسني حکومت د مشر په حواله ویل شوي چې نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په پلمه د اسلامي شریعت نه پلي کېدل غواړي.
تر اوسه په رسمي بڼه د سرپرست افغان حکومت ویاندویانو د دغې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
دې وروستیو کې د نړۍ ډېری هېوادونه او سازمانونه د اوسني سرپرست افغان حکومت له وروستیو دوو پرېکړو، د نجونو کار او تحصیل په اړه خلاف شوي چې له امله یې ډېری مرستندویه بهرنیو نهادونو خپل کارونه هم ځنډولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس