معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمندي مشرانو د اسلامي حدودو په چوکاټ کې د ښځینه تعلیم پر ژر پیل ټینګار وکړ

هلمندي مشرانو د اسلامي حدودو په چوکاټ کې د ښځینه تعلیم پر ژر پیل ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تېره ورځ د هلمند ولایت یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او سپین ږیرو په یوه ټولېدنه کې له افغان حکومته غوښتي، چې د دوی خویندو او لورګانو ته د اسلام په چوکاټ کې هر څه ژر د تعلیم زمینه برابره کړي.
دوی خپلو خبرو کې تعلیم د ښځینه قشر شرعي حق بللی او ټينګار یې کړی چې حکومت دې ورته د اسلام په اډانه کې د زمینې برابرولو په برخه کې ګامونه چټک کړي.
د روان تعلیمي کال له پيله سرپرست افغان حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌ کړې وځنډولې او شاوخوا يوه مياشت وړاندې يې بیا اعلان وکړ چې تر دوهم امر پورې دې نجونې پوهنتونونو ته لاړې نشي.
مسوولینو تر اوسه د دغو ځایي مشرانو د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې یادونه کړې چې دوی د اسلام په چوکاټ کې د ښځینه قشر کار او تعلیم ته ژمن دي. مسوولینو زیاته کړې وه چې د حکومت مسوولین اوس د ښځینه قشر د تعلیم لپاره په یو میکانیزم باندې کار کوي چې پرمټ به یې ټول هېواد کې د اسلامي حدودو په رعایت سره افغان مېرمنې تعلیم ته لاسرسی پیدا کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس