معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د افغانستان پوهنې وزیر ترکیه کې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې له غړي سره لیدلي

د افغانستان پوهنې وزیر ترکیه کې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې له غړي سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې یو وتلی دیني‌ عالم چې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی،‌ په یوه کتنه کې د افغان حکومت پوهنې وزیر ته ویلي‌، چې له ښوونځیو دې د نجونو منع کولو پرېکړه واخلي.
د مسلمانو عالمانو د ټولنې دغې ترکي غړي ډاکتر محمد غورماز له نوموړي سره کتنه کې ټينګار کړی چې د یوه دیني عالم په توګه د سرپرست افغان حکومت له خوا ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو د نجونو منع کول نه شي منلی.
نږدې ۴۸۰ ورځې کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي‌ پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي، خو مسوولین بیا ټینګار کوي چې د نجونو لپاره د تعلیمي شرایطو په برابرولو بوخت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس