معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له شپږمه ښکته ټولګیو کې استادانې د شرعي حجاب په مراعتولو سره خپلو دندو ته دوام ورکولی شي

له شپږمه ښکته ټولګیو کې استادانې د شرعي حجاب په مراعتولو سره خپلو دندو ته دوام ورکولی شي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدرسې او له شپږم ټولګي ښکته صنفونه د نجونو پرمخ بېرته پرانیزي.
دوی وایي، له لومړي تر شپږم ټولګي زده کوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زده کړې کولی شي.
یاد مکتوب چې د صدور نېټه یې د مرغومي د میاشتې ۱۸مه ښودل شوې، د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب الله اغا په لاسلیک خپور شوی دی.
د پوهنې وزارت دا مکتوب د باختر اژانش مشر عبدالله واحد ریان تایید کړی دی.
د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم تولګي ښکته د زده کړو هغه ټولګي چې د موسسو لخوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت لخوا د فعالیت جواز لري، د هغوی ښځینه زده کوونکې خپلو زده کړو او ښځینه ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعي حجاب په مراعتولو دوام ورکولی شي.
سرچینو ویلي چې ژر به د اسلامي چوکاټ تر برابرولو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د نجونو پر مخ پرانیزي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس