کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
دغه سیالۍ به نن د افغانستان پر وخت د شپې اته بجې پیل شي، چې لومړۍ لوبه به د ممبيي کپيټاون او بارل راویلز لوبډلو ترمنځ وي.
په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړي، چې یوازینی بهرنی لوبډلمشر یې د افغانستان د شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان دی.
د دې لیګ لوبډلې د ډربن سوپر جاینټز، جوبرګ سوپر کینګز، ممبي کپيټاون، پارل راویلز، پرېټوریا کپيټل او سن رایزرز ایسټرن کيپ په نومونو نومول شوي دي، چې راشدخان د ممبي کپيټاون لوبډلمشر دی.
راشد د یاد لیګ د پرانستې په مراسمو کې خوښي څرګنده کړې وه چې دغه لیک کې لوبیږي.
دغه سیالۍ چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې تر ۱۱ نیټې دوام کوي، په لومړي ځل په ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سویلي افریقا د کرکټ بورډ ادارې له لوري د ګلوبل شل اوریزو سیالیو په نوم اعلان شو، وروسته یې د منزي شل اوریزو سیالیو نوم ورکړ، خو تر ډېره د مالي ستونزو له امله پرمخ نه تلې، تر هغې چې د یاد هېواد کرکټ ادارې مشر ګریم سمیت تر پرلپسې هڅو وروسته د هندوستان غوره لیګ پانګه وال راضي کړل، چې اوس د ټولو لوبډلو امتیازات هم له هغوی سره دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/