معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د کانونو په استخراج کې د امریکا مرستې بې ځایه وې

د افغانستان د کانونو په استخراج کې د امریکا مرستې بې ځایه وې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې، سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نه‌ دي لګېدلي.
سیګار زیاته کړې هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، لاس ته نه‌ دی راغلی.
دغې ادارې دغه راز د خپلو څېړنو وروسته زیاته کړې، امریکا له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو د سروې، کشف، قوانینو او ظرفیت لوړولو په برخه کې نږدې ۹۶۲٫۶ میلیونه ډالره مرسته کړې وه، خو د کانونو د اړوند قوانینو په اصلاح کې د افغانستان ناتواني، د چارواکو او مسولینو ژر تبدیلي، نا امني، فساد، د زېربناو نشتوالی او د استخراجي صنایعو د روڼتیا له سټندرډ څخه د افغانستان تعلیق کول د دې لامل شوی، چې د کانونو د استخراج په برخه کې شوې مرستې بې له کومې معلومې پایلې بې ځایه وي.
سیګار د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکايي ادارو له‌ خوا د مرستو پر څارلو هم نیوکه کړې.
د دوی په وینا، د تاکل شوي هدف په نه ترلاسه کولو کې د امریکا کمزوری څار هم یو له دلیلونو څخه دی.
د دي چارو ډېری پوهان نیوکي کوي چې امریکا په خپل شل کلن حضور کې ډېری کارونه نیمګړي او یا لرې تر دې چې دایمي کار وکړي، د افغانستان په اقتصادي او امنیتي توانمندۍ کې یې بې غوري کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس