معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عمران خان افغانستان باندې د پاکستاني چارواکو پر بې ځایه تورونو سختې نیوکې وکړې

عمران خان افغانستان باندې د پاکستاني چارواکو پر بې ځایه تورونو سختې نیوکې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د پاکستان د اپوزیسیون مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان د حکومت پر ځینو چارواکو او وزیرانو نیوکه کړې، چې د افغانستان پر سرپرست حکومت بې ځایه تورونه لګوي.
عمران خان ویلي، که د افغان سرپرست حکومت خپله همکاري ودروي، نو په پاکستان کې به د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه نوره هم اوږده شي.
نوموړي دا په ډاګه کړې چې که پاکستان له افغانستان سره اړیکې خرابې کړي او د امریکا لاسوهنې ومني، نو په پاکستان کې به یوه نه ختمېدونکې ترهګري پيل شي.
عمران خان زياته کړې، له ترهګرو سره له امریکا څخه پاتې شوې عصري وسلې دي، چې پاکستاني پولیس په خپلو وسلو سره د هغوی مقابله نه شي کولی.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر او د تحریک انصاف گوند په ځانګړي ډول د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر رانا ثناء الله خان تندې نیوکې کړي، چې ګوندې د ترهګرو پر ضد به د افغانستان خاوره کې عمليات کوي.
دا لومړی وار دی چې یو لوړ پوړی پخوانی پاکستانی چارواکی د خپل هېواد د واکمنانو پر ناسمو کړنو ښکاره نیوکه کوي او د هغوی دعوه ناحقه ګڼي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څۀ نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس