معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر افغان حکومت فشار راوړي

امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر افغان حکومت فشار راوړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
افغانستان په اړه د امنیت شورا تر غونډې وړاندې امریکا له دغې شورا غوښتي چې داسې پرېکړه لیک صادر کړي څو افغان چارواکي د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو د کار او تعلیم بندیز پرېکړه بېرته واخلي.
د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازو پرون د متحده عربي اماراتو او جاپان په غوښتنه د افغانستان د سرپرست حکومت پر پرېکړو د خبرو لپاره غونډه دایره کړه.
دا غونډه سِري وه چې خبریالانو ته یې د بحث په اړه معلومات نه ورکول کېدل.
رویټرز خبري آژانس ته دیپلوماتانو ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ شورا ته په وینا کې ویلي، چې د وضعیت خرابوالي ته په کتو باید د بندیزونو د غندلو لپاره په یوه خوله پرېکړه لیک تصویب شي او د افغان اوسنیو مشرانو له لوري د دغو بندیزونو د سم دستي پای ته رسېدو غوښتنه وشي، خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې د امنیت شورا ټولو غړو د دې ډول یوه پرېکړه لیک د تصویب ملاتړ وکړ، که نه؟
دې وروستیو کې د ښځینه قشر پر تحصیل او کار د حکومت بندیز ګڼ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس