معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د جګړې قربانیانو لپاره ځانګړی شوی ۴ سوه بستریز روغتون عمومي شو

کابل کې د جګړې قربانیانو لپاره ځانګړی شوی ۴ سوه بستریز روغتون عمومي شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت دفاع وزارت ويلي، کابل کې هغه څلور سوه بستریز روغتون چې مخکې یواځې د جګړۍ قربانیانو لپاره ځانګړی شوی و، تر دې وروسته به د ټولو افغانانو لپاره په یوه مجهز روغتیایی مرکز بدل شي.
رسنیو د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیایي قوماندان ډاکټر محمد طاهر احرار له قوله خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به په دغه څلور سوه بستریز روغتون کې د هډوکو نښلولو برخه هم فعاله شي.
افغانان له لسیزو راهیسې خپل هېواد کې د کمزورو صحي خدماتو له امله سر ټکوي، چې له همدې امله هر کال زرګونه افغانان له هېواده بهر نورو ملکونو ته د درملنې لپاره ورځي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس