معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ښایي یو شمېر بهرنۍ موسسې بیا ځل افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي

ښایي یو شمېر بهرنۍ موسسې بیا ځل افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
ګهیځ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره د بهرنیو موسسو یو شمېر مسوولینو له څو اونیو راهیسې لیدنې کتنې پیل کړې دي.
ویل کیږي چې دغو لیدنو_کتنو افغان لوري یو شمېر موسسې قانع کړي چې خپل کارونه بېرته پیل کړي.
د اطلاعاتو له مخې موسسو کې د اسلامي حجاب په مراعت سره محدودو ښځینه وو کارکوونکو پر کار رضایت څرګند شوی، چې له مخې به یې یو شمېر بهرنۍ موسسې له ځنډ وروسته افغانستان کې بیا ځل خپل فعالیتونه پیل کړي.
تر اوسه جوته نه ده چې مشخصاً کومو موسسو د بېرته فعالیت پیلولو هوډ کړی، خو دغو لیدنو_کتنو کې تر ډېره د هغو موسسو مسوولین شامل و، چې له افغان وګړو سره د لومړنیو بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي.
وړاندې تر دې د سرپرست افغان حکومت له لوري نا دولتي موسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګېد، چې له امله یې یو شمېر بهرنیو موسسو په اعتراضي بڼه خپل فعالتونه افغانستان کې ودرول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس