معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپی پروژې په اړه د دغې پروژې له مشر سره لیدلي

د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپی پروژې په اړه د دغې پروژې له مشر سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
راپورونه وایي، چې د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت د ګازو د ټاپي پروژې د اجرایيوي رییس سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې نل لیکې کمپنۍ اجرایيوي ریيس محمد امانوف او مل پلاوي سره لیدلي دي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست په دغه کتنه کې ویلي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان، بلکې د دریو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده او افغان حکومت هم یادې پروژې عملي چارو ژر پيل کېدو په تمه دی.
د ټاپي پروژې اجرایيوي رییس د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د افغان لوري، په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ او ټاپي شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیزې هوکړې پر لاسلیک هم خبرې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس