په ننګرهار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د ګهېځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له لورې ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سیمه ییزو رسنیو یو شمېر ژورنالیستانو ته د (روان ۱۳۹۸ کال د غویی پر ۵ مه) یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ چې د سیمه ییزو رسنیو خبریالانو پکې ګډون کړی و، د قران کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې
د هېواد په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې مسوول او آزاد خبریال محفوظ الحق کاکړ د ټولنې پر فعالیتونو رڼا واچوله او ژورنالیستانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره به یاده ټولنه هلې ځلې کوی او د دوی د وړتیاوو د لوړونې لپاره به د دا ډول ورکشاپونو لړۍ دوام ولری.
ورپسې ژورنالیست او د نظر خاوند ایوب ظاهر ژورنالیستانو سره خپلې تجربې شریکې کړې او ځینی لارښوونې یې ورته وکړې.
نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کې ژورنالیستانو او خبریالانو ته وویل چې ژورنالیستان د حقایقو په څرګندولو سره یو لوی مسوولیت ترسره کوی.
د غونډې په دویمه برخه کې د پوهنتون استاد او په ننګرهار کې د پژواک خبری اژانس خبریال یوسف ظریفی ژورنالیستانو ته د ژورنالیزم د اخلاقی اصولو او موازینو په اړه او همدارنګه د رسنیز رپوټ لیکنو د عملی لارو چارو په اړه دوه جلا علمی بحثونه وړاندی کړل چې د ګډون کوونکو خبریالانو له خوا یې په خورا ګرمۍ استقبال وشو.
د غونډې د ګډونوالو له ډلې یو تن صفی الله د منار راډیو خبریال د دې روزنیز ورکشاپ په اړه وویل: “ډېر زیات خوښ یم، چې دا ډول یوه ورکشاپ کې ګډون کوم .”
هغه له ګهیځ ټولنې هم مننه وکړه، چې د ژورنالیستانو د روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول ورکشاپونه جوړوی.
گهیځ