معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سویډن کې د یو افراطي سیاستوال له لوري د قران کریم سوځول اسلامۍ نړۍ غصه کړې

سویډن کې د یو افراطي سیاستوال له لوري د قران کریم سوځول اسلامۍ نړۍ غصه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
سویډن هېواد د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې خپلو اتباعو ته اجازه ورکړې، چې د نورو په ځانګړي توګه د مسلمانانو نظرونو ته سپکاوی وکړي.
که څه هم تر دې وړاندې ترکیې له سویډن هېواد څخه غوښتنه کړې وه، چې د خپل هېواد په لاریونونو کې د قرآن کریم د سوځولو اجازه لغوه کړي، خو د دغې غوښتنې نه منلو په دوام په سویډن هېواد کې یو ښي اړخي افراطي سیاستوال قرآن کریم ته اور ورته کړ.
د ترکیې او ګڼ شمېر نورو مسلمانو هېوادونو له لوري دغه پېښه په کلکه غندل شوې او د ده هېواد د چارواکو غوښتل شوي، چې لاریونونو او نورو کړنو کې د قرآن کریم د اهانت او سوځولو پېښه د جرم په توګه قانون وګرځوي.
سویډن حکومت تر اوسه د اسلامۍ نړۍ دغو غبرګونونو ته ځواب نه دی ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس