معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ډېر سخت شرطونه ومنل

پاکستان د پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ډېر سخت شرطونه ومنل

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي، چې دوی د پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق ډېرو سختو شرایطو ته غاړه ایښې.
نوموړي د دغو شرایطو د جزیاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره د لاس او ګرېوان کېدو وروسته یې د پیسو نړیوال صندوق له سختو شرایطو سره په اجباري ډول موافقه کړې ده.
تر دغې موافقې وروسته اوس د پیسو نړیوال صندوق یو پلاوی په دوو ورځو کې پاکستان ته ورځي او هلته دې هېواد ته د ۷ میلیارده ډالرو پور ورکړې په اړه چارواکو سره خبرې کوي.
پاکستان دې وروستیو کې ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، چې له امله یې د دغه هېواد کرنسي هم مخ په ځوړ ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس