معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني پولیسو د دغه هېواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر نیولی

پاکستاني پولیسو د دغه هېواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په مري ښار کې پولیسو عوامي مسلم لیګ ګوند مشر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید احمد نیولی دی.
نوموړی تر نیول کېدو وروسته د پلازمېنې اسلام آباد پولیسو ته سپارل شوی.
دا چې رشید چېرته او څرنګه نیول شوی، په دې اړه ضد او نقیض اطلاعات خپاره شوي دي.
په خپله شیخ رشید احمد تر نیول کېدو وروسته یوه ځايي خصوصي تلویزیون ته ویلي، چې سل_دوه سوه پولیس په زینو وروختل او د دروازو تر ماتولو وروسته یې ټول کاریګر وډبول او زور_زیاتی یې ترسره کړ.
هغه په خواله رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو کې بیا دا ادعا هم کړې، چې ګوندې دا هر څه ورسره د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او کورنیو چارو اوسني وزیر رانا ثناء الله کړي دي.
د رسنیو د اطلاعاتو له مخې د نوموړي ضمانت د فبرورۍ تر شپږمې نېټې پورې منل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس