معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ښایي ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ زره تنو ته ورسیږي

ښایي ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ زره تنو ته ورسیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندوینه کړې، چې د زلزلې له امله ترکیه او سوریه کې ښایي د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ زره تنو ته ورسیږي.
دوی یادو هېوادونو سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې.
هند او پاکستان هم خپل همکار ټیمونه یادو هېوادونو ته استولي دي.
ترکیه کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې دوهمې زلزلې هم ولړزاوه، ترې وروسته دغه هېواد او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۵ زرو څخه واوښت.
رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې یوازې په ترکیه کې تر ۲۰ زرو ډېر کسان دغو زلزلو ټپیان کړي دي.
رسنیو د ځایي چارواکو له قوله زیاته کړې، چې لا هم د ودانیو په منځ کې د انسانانو د وېستلو عملیات روان دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس