خالد آصفی په جنوب ختیز زون کې د استازی په توګه وټاکل شو

خوست ولایت ته د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د سفر په ترڅ کې د هېواد په جنوب ختیز زون کې د یادې ټولنې د فعالیتونو د پیل او د هغه ځای له ژورنالیستانو او رسنیو سره د اړیکو د پراختیا په موخه د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو د پوهنځی محصل احمد خالد آصفی ددې ټولنې د مسؤول په توګه و ټاکل شو.

د ګهیځ ټولنې پلاوی د روان لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه او لسمه نېټه، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شیخ زاید پوهنتون له چارواکو، استاذانو او محصلینو سره ناستې ترسره کړې او هغوی ته یې ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ددې لیدنو او کتنو په ترڅ د یاد پوهنتون له سرپرست رئیس ښاغلی احمد جاوید شکیب، د محصلانو د چارو آمر ښاغلی نورمحمد ثاقب مندوزی او د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی سر پرست رئیس ښاغلی پوهندوی محمدخان نیازی سره ناستې درلودې او د کارونو او فعالیتونو په اړه یې ورسره بحث وکړ.

همدارنګه د ګهیځ ټولنې پلاوی د خپل دې سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی له یو شمېر استادانو او د وروستیو کلونو محصلینو سره هم وکتل او په داسې حال کې چې د پوهنځی سرپرست رئیس ښاغلی نیازی هم شتون درلود، هغوی ته یې د ګهیځ ټولنې کارونه او فعالیتونه شرحه کړل، چې د یادو استاذانو او محصلینو له خوا په دلچسپۍ واورېدل شول او په داسې حال کې چې په خوست ولایت او ټوله جنوب ختیزه حوزه کې یې د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو د پیل هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

د یادولو ده چې ګهیځ ټولنې تر دې وړاندې په هرات ولایت کې د جنوب لویدیز زون لپاره، په ننګرهار کې د ختیز زون لپاره او په کندوز کې د شمال ختیز زون لپاره خپل مسؤولین او استازی ټاکلی وو چې د فعالیتونو د پراختیا په هوډ یې ددې سفر په ترڅ کې د خوست ولایت کې د جنوب ختیزې حوزې لپاره هم ښاغلی خالد آصفی د ګهیځ ټولنې د مسؤول او استازی په توګه و ټاکلو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.