کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف اوسنیو افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی.
دغه خبرداری کې کابلوف ویلی، د افغانستان اوسنی چارواکی که خپل چلند او کړنو کې بدلون رانوړی، نو په خبره یې هغه ټول څه به بېرته له لاسه ورکړئ چې اوس مو ترلاسه کړی دی.
روسیې څو ورځې وړاندې د افغانستان په تړاو پرته د اوسنیو چارواکو له بللو د سیمې امنیتی ناسته هم بللې وه، چې په کې د افغانستان په تړاو د سمیې اندېښنې په ډاګه شوې.
افغان لوری تر اوسه د روسیې دغه دریځ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دې وروستیو کې د نجونو پر تعلیم او کار بندیزونو د نړیوالو ګڼ غبرګونونه راپارولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ