معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروستیو اورښتونو د یو شمېر ولایاتو مواصلاتي لارې تړلي

وروستیو اورښتونو د یو شمېر ولایاتو مواصلاتي لارې تړلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو ویلي، د وروستیو واورو او بارانونو له امله د یو شمېر ولایتونو مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې د بدخشان ولایت د ارغنچخواه، ارغستان، کوهستان، ياوان، شهر بزرگ او یفتل ولسوالیو لارې له مرکز فېض آباد او د بدخشان ـ تخار ولایت ترمنځ لویه لار د واورې اورېدو له امله بنده شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت وړاندې ویلي، په سرپل ولایت کې د قم کوتل لار او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لارې هم د واورو له امله بندې شوي دي.
د مسوولینو په وینا په دغه ولایتونو کې د لارو د بېرته خلاصولو عملیات پیل شوي او د سالنګونو په ګډون پاتې ټولې مواصلاتي لارې د تګ_راتګ پر مخ خلاصې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس