ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او اداره پدې توګه د هېواد د پیاوړی استاذ او ژبپوه، د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهاند احمد شاه “زغم” د مړینی له امله د خپل ژور خفګان مراتب د هغه کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته وړاندې کوی. “انا لله و انا الیه راجعون”
مرحوم دکتور زغم د هېواد او آن د سیمې په کچه یو تکړه لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر ؤ چې ګڼ شاګردان یې روزلی او پراخ علمی خدمات یې ټولنې ته وړاندې کړی دی.
خدای بښلی پوهاند دکتور احمدشاه زغم د حاجی رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې زېږېدلی ؤ چې خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په ولسوالۍ کې پیل او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.
مرحوم استاد زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی ته شامل او په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د نوموړی پوهنځی له پښتو څانګې څخه فارغ شو چې بیا په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګې د علمی کادر غړی شو.
خدای بښلی استاد زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پښتو څانګه کې د دکتورا زدهکړې پای ته ورسولې.
خدای بښلی استاد زغم په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې آمر وټاکل شو او په ۱۳۹۴ کال کې یې د علمی خدمت مودې تر پوره کولو وروسته د پوهاند علمی رتبه ترلاسه کړه.
نوموړی د خپل علمی خدمت پر مهال ګڼ آثار ټولنې ته وړاندې کړی دی چې ځنې یې ناچاپ او ځینې بیا د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه پداسې حال کې چې خدای بښلی پوهاند دکتور زغم ته د الله تعالی نه جنت الفردوس او د هغه پاتې کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته د زړه صبر او اجر غواړی، د هغه مړینه د افغانستان په علمی او اکاډمیکه ساحه کې یوه لویه او نه جبرانېدونکی تشه ګڼی. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه.
گهیځ