معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت دولتي مامورینو ته د کب میاشتې معاشونه د میاشتې په سر کې ورکوي

مالیې وزارت دولتي مامورینو ته د کب میاشتې معاشونه د میاشتې په سر کې ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د مالیې وزارت ویلي، له قرارداديانو پرته به د ټولو دولتي مامورینو د کب میاشتې معاشونه د میاشتې په سر کې ورکول شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کب میاشتې له پای ته رسېدو سره سم، روان ۱۴۰۱مالي کال ختمیږي او د راتلونکي مالي کال د بودجې تر تصویب پورې د ماليې وزارت د خزاينو د سیسټم فعالیت درېږي او بیا هېڅ ډول رسمي حوالې نه اجرا کیږي. سرچینې زیاته کړې، په همدې اساس د مالیې وزارت وغوښتل چې د له قراردادیانو پرته ټولو دولتي کارکونکو ته د کب میاشتې معاش د همدې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه اجرا کړي، څو د کب میاشتې د معاش په ورکړه کې احتمالي ځنډ رامنځته نشي.
خبرپاڼه کې د مالیې وزارت زیاته کړې، چط د قراردادي کارکوونکو معاش به د کب میاشتې له ۱۵مې څخه اجرا شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس