معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لندن کې د امریکا سفارت د امنیتي خبردارۍ له امله وتړل شو

لندن کې د امریکا سفارت د امنیتي خبردارۍ له امله وتړل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د برېټانیا ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په لندن کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت نن سهار د امنیتي تهدیداتو له وجې وتړل شو او دننه خلکو ته لارښوونه وشوه، چې له کړکیو څخه لرې پاتې شي.
یوه عیني شاهد چې سفارت ته څېرمه اوسیږي، ډیلي میل ته ویلي چې امنیتي ځواکونه او روزل شوي سپي په سیمه کې ګزمې کوي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې د دغه سفارت د تخلیه کولو مشخص لامل څه و؟
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پای کې هم اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پاکستان په پلازمېنه کې په یوه هوټل کې د دغه هېواد پر اتباعو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس