افغانستان ته د مرستو بله نوې ۴۰ میلیونی کڅوړه نن راورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د افغانستان مرکزی بانک ویلی، د بشری مرستو په دوام کې نن ورځ ۴۰ میلیونه امریکایی ډالر کابل ته را ورسېدل.
دغې بانک زیاته کړې، دا په روانه اونۍ کې دوهمه څلوېښت میلیونی کڅوړه ده، چې افغانستان ته استول کیږی.
دوی زیاته کړې، چې افغانستان ته له قانونی لارو د بهرنیو اسعارو د راتک هرکلی کوی.
د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکی سکټور له لارې افغانستان ته ولېږی.
د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال د نړیوالو نغدی مرستې د هېواد د اقتصاد د ښه والی په برخه کې ګټورې ګڼی او له نړیوالې غواړی، چې د خپلو مرستو یوه برخه د هېواد پر پراختیایی چارو هم ولګوی.
د بشری مرستو دغه ۴۰ میلیونی کڅوړه په داسې مهال کابل ته ورسېده، چې افغانستان کې د فقر او وزګارتیا په دوام خلک له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.