معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوازې ترکیه کې د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۸ زرو واوښت

یوازې ترکیه کې د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۸ زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د ترکي رسنیو د خبر له مخې دغه هېواد کې د شوې خونړۍ زلزلې وروسته د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۸ زرو څخه واوښت.
که څه هم تر دې وړاندې یاد حکومت رسماً د ژغورنې د عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی و، خو تازه د دغه هېواد چارواکو د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو وروستۍ شمېره خپره کړې ده.
دوی وایي، چې مړو شویو کسانو له منځه یې ۶ زره ۲۶۵ تنه خارجي اتباع دي.
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو بده زلزله ثبت شوې، چې شاوخوا ۲ لکه ۶۴ زره اپارتمانونه یې ویجاړ کړي او په لکونه خلک یې بې کوره کړي دي.
سوریه کې بیا د جګړو او محاصرو له امله د ژغورنې عملیات پڅ وو، چې د مړو شویو کسانو وروستۍ شمېرې تر اوسه نه دي خپرې شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس