معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانان هرکال بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه تلو کې نږدې نیم میلیارد ډالر مصروفوي

افغانان هرکال بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه تلو کې نږدې نیم میلیارد ډالر مصروفوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د عامې روغتیا وزیر نن په یوه خبري غونډه کې له افغانستانه وتلي طبي پرسونل څخه وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د روغتیاپالانو روزنه وکړي.
نوموړي ويلي، له افغانستانه بهر د ناروغانو د درملنې لپاره هر کال شاوخوا نیم میلیارد ډالر لګښت کیږي.
د ده په وینا که افغان ډاکټرانو او روغتیاپالانو ته په کور دننه ښه روزنه ورکړل شي، دا پيسې به د نورو هېوادونو پرځای په کور دننه په مصرف رسیږي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې افغانستان کې د وروستي سیاسي بدلون وروسته د نورو ترڅنګ ګڼ شمېر تجربه کار او غښتلي ډاکټران له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د راپورونو له مخې په منځني ډول هر کال په زرګونه افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ایران، هند او ډېری یې پاکستان ته د روغتیایي درملنې او تشخیص په موخه سفر کولو سره ډېری پیسې په مصرف رسوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس