معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سېلابونو د ترکیې زلزله ځپونکو څخه ۱۴ تنه مړه کړي او یو شمېر تري_تم دي

سېلابونو د ترکیې زلزله ځپونکو څخه ۱۴ تنه مړه کړي او یو شمېر تري_تم دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د ترکي رسنیو د خبر له مخې د ترکیې په سویل ختیځو ښارونو کې چې د تېرې میاشتې زلزلې سخت ځپلي، اوس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې د ادیامان په یوه سیمه کې ۱۳۶ ملي متره باران شوی، چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.
مسوولین زیاتوي، چې د سېلابونو له کبله په کې ۱۴ تنه مړه شوي او یو شمېر نور لا هم ورک دي.
په مړو شویو کسانو کې هغه خلک هم شامل دي، چې له زلزلې روغ وتلي او په موقتي کېږدیو کې مېشت وو.
په دغې سیمې د فبرورۍ په شپږمه یوې زورورې زلزلې له ۴۸ زرو څخه د ډېرو کسانو ژوند واخېست او په لکونو نور کسان یې بې کوره کړل.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تر اوسه د زلزلې له اغېزو سره د مبارزې چارې پرمخ بیايي، د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتوالی کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس