معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اچین ولسوالۍ کې د ۷,۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

اچین ولسوالۍ کې د ۷,۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د ۷,۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت او د ډي آر سي (DRC) موسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د کروندو د اوبخور په موخه د آبیارۍ د یوې پروژې د رغولو چاری بشپړې او د یوې غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا، د اچین ولسوالۍ د باندر لوی کلي کې د ۷,۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ متره په اوږدوالي د اوبو سربند، ۱۰۷ متره ویاله، ۷۳ متره استنادي دېوال او درې واړه چېک ډیمونه په اساسي ډول ورغول شو.
د دې پروژې په جریان کې ۲۹۳ تنه ځايي کسانو ته د کار کولو زمینه برابره وه چې په بشپړېدو سره یې ۸۵۰ جریبه زراعتي ځمکه د اوبخور څخه برخمنه شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس