معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغاني سرې میاشتې رییس د قطر د فنډ پرمختیايي پروژو له مسوول سره لیدنه کې د بېوزله افغانانو د لاسنیوي غوښتنه وکړه

د افغاني سرې میاشتې رییس د قطر د فنډ پرمختیايي پروژو له مسوول سره لیدنه کې د بېوزله افغانانو د لاسنیوي غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغاني سرې میاشتې رییس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسول سلطان بن احمد العسیري ترمنځ دوحه کې افغانستان سره پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته شوې ده.
دغه ناسته کې د افغاني سرې میاشتې رییس ویلي، افغانستان د تېرو څلور لسیزو راهیسې جګړو ځپلی چې اوس د مرسته کوونکو بنسټونو لاسنیوي ته اړتیا لري.
نوموړي له مرسته کوونکو بنسټونو هیله کړې، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودیېږي.
د افغانی سرې میاشتې د مشر په وینا له دوی سره په زړه سوري ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغاني سره میاشت یې په یوازې ځان د درملنې توان نه لري.
د قطر د فنډ پرمختیايي پروژو مسوول بیا د افغاني سرې میاشتې له فعالیتونو ستاینه کړې او په دغو برخو کې یې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس