معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر یو نیم کال فراه کې ۱۸ زره ماشومانو ته په ۶ سوه ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره شوې

تېر یو نیم کال فراه کې ۱۸ زره ماشومانو ته په ۶ سوه ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د فراه پوهنې ریاست مسوولین وایي، په تېر شاوخوا یوه ‌نیم کال کې يې ۶ سوه سیمه‌ ییز ټولګي جوړ کړي چې په کې ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.
مسوولین زیاتوي، دغه ټولګي د فراه په هغو لرو سیمو کې جوړ شوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې ماشومان له زده‌ کړو بې‌ بر‏خې وو.
د فراه د پوهنې رییس وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د زده‌ کړو لپاره هېڅ ‌ډول امکانات برابر نه وو، خو په تېر یوه‌ نیم کال کې يې د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې ښوونځي ترې لرې وو، زرګونه ماشومانو ته د زده‌ کړو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه ۶ سوه سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې د هر ټولګي لپاره یو ښوونکی ګومارل شوی دی. نوموړي وویل، د یادو ټولګیو مالي لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورکوي او کارونه يې د هېواد له تعلیمي نصاب سره سم مخ پر وړاندې ځي.
په دغو ښوونځیو کې ۹ زره ۴۶۳ هلکان او ۸ زره ۵۳۷ نجونې زده‌ کړې مخته وړي.
دغه سیمه کې په داسې مهال ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابریږي، چې سرپرست افغان حکومت باندې د نجونو په تعلیم او تحصیل باندې د بندیز له امله نیوکې ډېرې شوي.
غوښتنې دا دي چې د نوي کال په پیل سره نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس