معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان سره د کرکټ نړیوالې شورا له د یو لړ همکاریو ژمنه کړې

افغانستان سره د کرکټ نړیوالې شورا له د یو لړ همکاریو ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري لومړۍ نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف او اجراییوي رییس د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د عمومي او اجراییوي مشرانو په غونډو کې ګډون وکړ.
افغان کرکټ بورډ دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د نړیوالې شورا په عمومي غونډه کې افغانستان سره د تخنیکي همکاریو ترڅنګ د بودیجې زیاتولو پرېکړه هم شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې نه یوازې دا چې د افغانستان د راتلونکو سیالیو پروګرام تایید شو، بلکې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي روزونکو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د روان کال د می میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د درېیمې درجې روزنې پروګرام پیلېدل هم تایید شول، چې په کې به لس افغان روزونکي ګډون وکړي.
د خبرپاڼې له قوله په یاده ناسته کې هوکړه وشوه، چې د کرکټ نړیواله شورا به په نږدې راتلونکي کې د لوړو کارکردګیو پروګرام پیلوي چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دوهمه درجه غړیتوب لرونکي هېوادونه لوبې کوي.
ـــــــــــــــــــــــ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس