معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د یو شمېر ودانیو پر جوړولو کار پیل شو

وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د یو شمېر ودانیو پر جوړولو کار پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري لومړۍ نېټه):
د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر څانګو د بیارغولو چارې بشپړې او د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر نورو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه روغتون مشر په دې اړه جوړې شوې غونډې کې ویلي، چې د دغه روغتون اړوند د پنځو روغتیايي څانګو (د ښځينه ناروغانو سراپا روغتیایي مرکز، د راډیو فلوروسکوپي، کلچر معایناتو، سټنډرډ ریکوري او ناروغانو لفټ) د رغولو چارې چې شپږ میاشتې وړاندې پيل شوې وې، بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه، یادې شوې څانګې په اساسي ډول رغول شوي چې ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
د دغو چارو لګښت د سرپرست افغان حکومت له لوري ورکړل شوې دي.
ــــــــــــــــــــ

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس