معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د تخنیکي او مسلکي برخو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

افغان حکومت د تخنیکي او مسلکي برخو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳ نېټه):
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف‌الدین تایب ویلي، چې سرپرست حکومت هڅه کوي څو مسلکي او تخنیکي برخې لا پیاوړې کړي.
د چارو ادارې د عمومي ریاست د پالیسۍ اوڅارنې مرستیال د کور او ښار جوړونې وزارت د بستونو د برېښنایي ازموینې پرمهال وویل، چې د سرپرست حکومت مشرتابه مسلکي برخو او د هغو پیاوړتیا ته ډېره پاملرنه لري.
بل لور ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسوولان وايي، چې د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره په برېښنایي بڼه د ازموینې اخیستل په پام کې لري.
د چارو د ادارې ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۲۹ ولایتونو کې ۱۷ زره بسته ازادې سیالۍ ته وړاندې شوې وو او په راروانه اوونۍ کې به د ښاروالۍ د ۱۶۷ بستونو چې اعلان ته سپارل شوي، ازموینه واخیستل شي.
د دوی په خبره دغه اداره هڅه کوي چې د ازموینو د اخیستو بهیر اسانه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس